دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 45837
په انګلستان کې د ښځو د فوټبال سيالۍ پيل شوې دي
که څه هم د المپيک د ٢٠١٢م کال مسابقې به تر جمعې پورې په رسمي ډول پيل نه شي، خو په انګلستان کې د ښځو د فوټبال سيالۍ پيل شوې دي.

په پرونيو مسابقو کې د بريتانيا د ښځو ټيم د نيوزيلاند له ټيم، فرانسې د امريکا او د جاپان ټيم د کاناډا له ټيم سره سيالي وکړه.

په همدې حال کې د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي چې يوې جټ الوتکې ته امر شوى و، څو د چهارشنبې په ورځ د لندن پر فضا الوتنه وکړي.

په دغو مسابقو کې افغان لوبغاړي هم په بېلابېلو برخو له دې جملې تکوانډو، جودو او سوک وهنه کې ونډه لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefv8e.jh8nxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته