دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 45981
ترکمنستان هڅه کوي د ″ټاپي″ پروژې لپاره نړیوال پانګه وال جلب کړي
د ترکمنستان حکومت وایي، چې هڅه کوي د ګازو د نوې نل لیکې د غځولو لپاره، چې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي نړیوال پانګه وال راجلب کړي.

د فرانسې خبري اژانس د ترکمنستان د یوې ورځپاڼې په حواله لیکي؛ چې ځینې شنونکي د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د نل لیکي د عځولو پروژې ته، چې د اسیا د پراختیایي بانک لخوا تمویلیږي، د شک په سترګه ګوري.

خو د دې برخلاف د امریکا متحده ایالات د دې پروژې ملاتړ کوي او وایي، چې دا پروژه په سیمه کې له اقتصادي ودې او سولې سره مرسته کوي.

د ترکمنستان ″نترال ني″ ورځپاڼې خبر ورکړې، چې د دغه هیواد د صدراعظم مرستیال ″یاګي ګیلدي کاکایوف″ د دې پروژې پلان د جمعې په ورځ د نفتو او ګازو د کمپنیو له استازو او د نړیوالو تمویلوونکو موسیسو له استازو سره په لیدونو کې اعلان کړ.

د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال وویل، چې تمه ده، د روان کال په سپټمر او اکتوبر میاشتو کې د ټاپي د پروژې د مالي مسایلو او د انتفاعي چارو د سمبالولو لپاره د څو کمپنیو د یو ایتلاف د رامنځ ته کولو په اړه بحث وشي.

د ورځپاڼې په وینا ټاکل شوې، چې د ټاپي پروژې پلان په سنګاپور، نیویارک او لندن کې، چې د جنوبي اسیا، امریکا او اروپا ستر مالي او سوداګریز مرکزونه دي اعلان شي.

د دې پروژې د پلان د اعلانولو په غونډه کې تمه ده، چې د اسیا د پراختیایي بانک د استازو سربیره د ځینو هیوادونو استازي هم برخه واخلي.

ترکمنستان د روان کال په می میاشت کې له هند او پاکستان سره د دې پروژې قرارداد لاسلیک کړ.

ترکمنستان د نړۍ څلورم هېواد دی، چې د طبعي ګازو سترې قدرتي زیرمې لري، چې هند او پاکستان یې رانیولو ته په تلوار کې دي.

د ټاپي پروژه اوولس سووه کیلومیټره اوږدوالی لري، چې په ترڅ کې یې د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه د ګازو نل لیکه پاکستان او بیا هند ته عځولې کیږي

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezo8e.jh8nvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته