دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 46013
له ټولنیزو ستونزو څخه دخلاصون یوازنۍ لیار دعلم او پوهې زده کړه ده
دښځو دستونزو دحل لپاره باید په لیکلې توګه مسایل دښځو چارو دوزارت او دملې امنیت دشورا له لارې دولسمشر مقام ته واستول شي.
ولسمشر کرزي په ارګ کې دافغانو ښځو دشبکې دغړوله څو تنو سره په کتنه کې څرګنده کړه:
له ټولنیزو ستونزو څخه دخلاصون یوازنۍ لیار، دټولنې دټولو قشرونو لپاره دعلم او پوهې زده کول دي.
دولسمشری دریاست دمطبوعاتي دفتر درپوټ له مخې، پدې لیدنه کې دافغانو ښځو دشبکې رییسې شینکۍ((کړوخیل)) سمیرا(( حمیدي))او دښځو دڅانګې یو شمیر نورو غړو او دمدني ټولنو دهمغږۍ د مرکز ویاند حیات الله((حیات)) خبرې وکړې او دښځو، په تیره بیا په مرکز اوولایتونو کې دلار ښودونکوښځو دمصئونيت او همدارنګه هغوی ته داداري او وظیفوي مصئونیت غوښتونکې شوې.

دافغانو ښځو دڅانګې غړو په همدې ډول دښځو په وړاندې دتادتریخوالي په اړه خبرې وکړې او له حکومت څخه یې وغوښتل څو دښځو په وړاندې دتاوتریخوالې ورکاوي په برخه کې دعملي ګامونه پورته او دتاوتریخوالي عاملین دخپلو ګړنو جزاء ته ورسیږي.

ولسمشر کرزي دافغانو ښځو دڅانګې دغړو دغوښتنو او وړاندیزونو له اوریدلو وروسته وویل:
دښځو دستونزو دحل لپاره باید په لیکلې توګه مسایل دښځو چارو دوزارت او دملې امنیت دشورا له لارې دولسمشر مقام ته واستول شي.

ولسمشر دمصئونو او غيرسياسي ملكي خدمتونو اهميت ته په پاملرنې سره وویل چې دافغانستان لپاره له عمده کارونو څخه یو، دهغو ملکي خدمتونو دبنسټ ایښودنه ده چې دهغه په جوړښت سره، دښځو حقونو ته دلاسرسي لپاره ډیر ضمانت کیدای شي.

ولسمشر دټولنیزو ستونزه څخه دخلاصون يوازنۍ لیار دټولنې ټولو قشرونو ته دعلم او پوهې زده کړه وبلله.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا
https://avapress.com/vdcbfgba.rhb08p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته