دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 46014
له اداري فساد سره مبارزه او دامنیت ټینګښت، د دولت، پارلمان او خلکو مرسته غواړي
دتیرو لسوکلونو په اوږدوکې دښاغلي کرزي حکومت په اداري فساد ککړاو ښکیل دی او فساد دخپل اوج ته رسیدلی، چې دکرزي دحکومت په پاته(۱۸) میاشتو کې به په هیڅ صورت د اداري فساد جرړې ونه کښل شي.
د اداري فساد دجرړو ایستل، دوروستیو ورځو نا امني او دپاکستان دراګټی بریدونو ادامه، هغه موضوعګانې وې چې دخلکو داستازو په غونډه کې پرې بحث او دنظرونو تبادله وشوه.
دمحلي شورا ځینې غړي پدې باوردي چې په افغانستان کې امنیت هغه وخت حاکم کیدلای شي چې دولت، خلک او دهیواد پارلمان یوبل ته لاس ورکړي او دفساد پرضد مبارزه او دامنیت په ټنګښت کې عملي ونډه واخلي.
دپارلمان يو شمیر غړي وایي: خپله دافغانستان خلک باید دفساد په جرړو ایستلو کې اقدام وکړي او دبهرنیو هیوادونو په تمه دې نه شي.
په پارلمان کې د دایکندي دخلکو استازی صادقي زاده((نیلي))وايي: په خوا شینۍ سره باید ووایوچې افغانستان اوس له قوم غوښتنې، لوری غوښتنې، مذهب غوښتنې او نژاد غوښتنې سره مخامخ دی، که دا سیستم ادامه ومومي، په هیواد کې دهیڅ پرمختګ امکان نشته.
دهغه په وینا که ولسمشر کرزي په هیوادکې دفساد دجرړو دایستلو غوښتونکی وي، باید په لمړي سرکې له خپلو ورونو او خپلو مرستیالانو څخه یي پیل وکړي.
صادقي زاده نیلي وویل: هغه مهال چې دافغانستان اوامریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون د پارلمان له خوا تصویب شو، دپارلمان ډیرو غړو خوشحالۍ کولې.
هغه په هیواد کې دناامنیو د ډیریدو یوازنی دلیل دپارلمان دغړو له خوا دستراتیژیک تړون لاسلیک کول وبلل.
دبغلان دولایت استازي محمد عظیم محسني وايي: له یو کال نه ډیر وخت کیږي چې دپاکستان دنظامیانو له لوري دکنړ په ولایت باندې راکټي بریدونه کیږي چې دغه کار دلس ګونونارینه وو،ښځو او ماشومانو دمرینې لامل ګرځیدلی، خوحکومت تر اوسه پورې دپاکستان دهیواد په وړاندې هیڅ کوم غبرګون ندی ښودلی.
هغه زیاته کړه: دتیرو لسوکلونو په اوږدوکې دښاغلي کرزي حکومت په اداري فساد ککړاو ښکیل دی او فساد دخپل اوج ته رسیدلی، چې دکرزي دحکومت په پاته(۱۸) میاشتو کې به په هیڅ صورت د اداري فساد جرړې ونه کښل شي.
په نننۍ عمومي غونډه کې دپارلمان ځینې غړي دچارشنبې دورځې په غونډه کې دهیواد دامنیتي واکمنو دحضور غوښتونکي شول څوپه هیواد کې دامنیت دټنګښت لپاره دلارو چارو دلټون په اړه خبرې اترې وشي.
دپارلمان يوشمیر نور غړي بیا دپارلمان له لوري، له اداري فساد سره دمبارزې لپاره دیوکمیسیون دجوړښت غوښتونکي شول، خولدې غوښتنو څخه په هیڅ یوې باندې قانع کونکې پریکړه ونه شوه اوغونډه دتیرو ورځو په شان بې پایلې پای ته ورسیده
سرچينه : افغان غږ آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcc0xq0.2bqes8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته