دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 46156
ولسي جرګه امنیتي چارواکي استیضاح کوي
د افغانستان ولسي جرګې چې د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیور چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي مشر د استجواب لپاره راغوښتي و، خو تالار ته د یادو چارواکو له راتللو وړاندې یې پریکړه وکړه چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران به د راتلونکې شنبې په ورځ پر کونړ راکټي بریدونو او وروستیو امنیتي پیښو له امله استیضاح کړي.

وړاندې ۲۰ سلنه وکیلانو د دغو دوو وزیرانو د استیضاح غوښتنه کړې وه.

خو د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي مشر د یادو راکټي بریدونو په اړه د جزییاتو ورکولو په موخه جرګې ته وروبلل شول.

د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل چې تیر کال پر کوڼر د راکټي بریدونو د پیل راهیسې یې ټولې دیپلوماتیکې هڅې کړي دي او که دغه هڅې پایلې نه ورکوي نو په دې اړه باید یوه ملي پریکړه وشي.

خو یو شمیر وکیلانو بیا ویل چې دا موضوع باید د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې شي او له امریکا چې د افغانستان ستراتیژیک ملګری دی، په دې برخه کې مرسته وغوښتل شي.

دغه راز د ملي امنیت عمومي مشر رحمت الله نبیل وویل، د پاکستان سره په ګډه پوله کې څلور ډوله خوزښتونه روان د‎ي:


د ملي امنیت رییس وویل موږ په دې اړه ټول معلومات د امنیت له شورا سره شریک کړي او هره پرېکړه چې په دې اړه وشي موږ یې پلی کولو ته چمتو یو.

''لومړی دا چې پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو راکټی بریدوه کوي دویم د پاکستان د پوځ سرحدي پوستې د نیم او پنځه کیلو مترو ترمنځ له خپلو پخوانیو ځایونو نه مخکي راغلی، دریم د سرحدي سیمو په اوسېدونکو فشار دی چې باید یا سیمې پرېږدي او یا هم پاکستاني شناختي کارټونه واخلي او څلوم دا چې د ځینو سرحدي سیمو کې ترهګرو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته راشي.''

نوموړي وویل موږ په دې اړه ټول معلومات د امنیت له شورا سره شریک کړي او هره پرېکړه چې په دې اړه وشي موږ یې پلی کولو ته چمتو یو.

د افغانستان په کونړ او نوریستان ولایتونو د تیر کال په جوزا میاشت کې د پاکستان له لورې د توغندیو توغولو پیل شوي دي او یوازې د روان کال له پیل رهیسې د افغانستان پر خاوره ۲۱۰۰ توغندي لګېدلي دي
سرچينه : افغان غږ آژانس( آوا)
https://avapress.com/vdcjmvex.uqemiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته