دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 46242
د نورستان پخوانی والي او یو شمېر نور چارواکي د فساد په تور نیول شوي
پر نیول شویو کسانو تور پورې شوی، چې د نورستان ولایت د امنیه قومندانۍ د سرتېرو او منسوبانو نهه ملیونه افغانۍ معاشونه یې له خپل صلاحیت او واک څخه په استفادې اختلاس کړي دي.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، چې د نورستان پخوانی والي، امنیه قومندان او یوشمېر نور چارواکي یې د فساد په تور نیولي او د هغوی د تورونو په باب یې تحقیقات پشپړ کړي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې په لویه څارنوالۍ کې د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې د پوځي څارنوالۍ عمومي رييس څارنپوه تورنجنرال غلام دستګیر رنجبر وویل؛ چې د نورستان پخوانی والي، پخوانی امنیه قومندان، د امنیه قومندانۍ مالي امر، د استخباراتو امر او له جنايي جرمونو سره د مبارزې پخوانی مدیر نیول شوي دي.

پر نیول شویو کسانو تور پورې شوی، چې د نورستان ولایت د امنیه قومندانۍ د سرتېرو او منسوبانو نهه ملیونه افغانۍ معاشونه یې له خپل صلاحیت او واک څخه په استفادې اختلاس کړي دي.

سرتېرو، د معاش د نه وررسېدو له کبله دنده پرې ایښې وه او په نتیجه کې یې د نورستان درې ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته لوېدلې وې.
سرچينه : افغان غږ آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcf00dj.w6dvjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته