دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 46379
دقدس ورځ دمړۍ دمسلمانانو دملاتړ او ورورګلوی لامل ګرځي
صهیونیسی غاصب اووینې څښونکي رژیم دنړیوال استکبار په ملاتړ دغه ځمکه او قدس ترخپلې ولقې لاندې راوستي اودفلسطین پرمظلومو او مسلمانو خلکو باندې دهرډول بشري حقونو ضد فشار راوړي.
دافغانستان دشیعه علماؤ دفرهنګی شورا دکمیسیون مسئول حجت الاسلام والمسلمين رضواني بامياني دافغان غږ آژانس سره له یوه ځانګړې کې مرکه وویل: دفلسطین او قدس مسله دمسلمینو دلمړنۍ قبلې په عنوان=داسلامي امت پروجود باندې دیووینه بهیدونکي ټپ په څیردی.
دښاغلي رضواني په وینا، اسلامي امت دقدس او دنړۍ دمسلمانانو دلمړنۍ قبلې له نیولو او ددې خاورې دخلکو دحقونو له غصبولو او نیولو څخه سخت نارام دي.
هغه زياته كړه: صهیونیسی غاصب اووینې څښونکي رژیم دنړیوال استکبار په ملاتړ دغه ځمکه او قدس ترخپلې ولقې لاندې راوستي اودفلسطین پرمظلومو او مسلمانو خلکو باندې دهرډول بشري حقونو ضد فشار راوړي.
هغه زیاته کړه: دایران داسلامي جمهوریت فقید لارښود، حضرت ایت الله العظیمی امام خمیني(رح) درمضان دمیاشتې وروستۍ جمعه دقدس دورځې په نوم ونوموله خوپدې ورځ دټول عالم ټول مسلمانان دلاریونونو په کولو او دفلسطین دمظلومو خلکو له برحقې داعسې څخه او دقدس دخلاصون لپاره خپل بیدریغه ملاتړ او حمایت اعلان کړي.
رضواني په ټوله نړۍ کې ددې ډول مراسیمو اویا دښتونو په کار احول له ټولو مسلمانانو سره دمسلمانانو له لوري دنړۍ دمسلمانانو تر منځ دنژدې کیدلو او ملاتړ اسباب وبلل اوويي ویل: اسلامي امت یو واحد بدن دی، نو دخيلو هیلو او موخو لپاره درسیدو لپاره دې خپل ګډتصمیمونه ونیسي.
ښاغلي رضواني بامیاني زیاته کړه: په خواشنۍ سره باید ووایو چې ډیرو برخو کې دمسلمانانو بې بروایي ددې لامل شوې چې نړیوال استکبار هره وروځ په اسلامي ځمکو باندې دخپل نفوذ دډیرښت او دناآرامیو، جنجالونو او نا امنیو په پیدایښت کې پاخه قدمونه پورته او پرمختګ وکړي.
هغه وویل: نن نړیوال استکبار، دسوريي په دولت باندې ډیر فشار وارد کړی،ځکه چې سوریه دیو اسلامي هیواد په عنوان، اسرائيلو دغاصب رژ‍يم پرضد دمبارزې په لمړۍ لیکه کې واقع دی، که مسلمانانو بې پروایي نه وای کړې، داسلامي هیواد و پرضد داډول نړیوالې دسیسې، توطئې او فتنې نه شوې کامیایبداری.
دافغانستان دشیعه علماوو شورا دفرهنګي کمیسیون رییس دقدس ورځ، داسلامي ویښتیاله لومړیو مظاهروڅخه وګڼله او ادامه یې ورکړه داسلامي نړۍ له لویو شخصیتونو سره بیره افغان سیدجمال الدین داسلامي ویښتیا
مخکښ ؤ او امام خمیني(ره) داسلامي ویښتیا دخوڅښت دادامه ورکونکي په توګه، اسلامي نړۍ راویښه کړه.
هغه څرګنده کړه چې: دقدس ورځ دحضرت امام خمیني(ره) هغه یادګار او میراث دی چې داسلامي امت دویښتیا لپاره ددې ورځ وړاندیز وشو.
همدا اوس اسلامي ویښتیا دیونه ودریدونکي بهیر په توګه اوښتنې، مسلمانان دغفلت له خوبه راویښ شوي او هغه عظمت ته چې قرآن او پیغمبر(ص) یي توصیف کړی، غواړي چې ورسیږي.
دغه دیني عالم زیاته کړه: داسلام دښمنان په خپل ټول تبلیغاتی، تسلیماتي او اقتصادي توان سره چې لري یي، داسلامي ویښتیا اودهمدا ډول حرکتونه په وړاندې ولاړدي، هغوﺉ غواړي دخلکو ترمنځ داسې ذهنیت خپور کړي چې داسلامي ویښتیا اړتیا نه شته او پدې توګه غواړي چې مسلمانان داسلامي ويښتيا له لیکې بیلارې کړي.

سرچينه : دصدای افغان آژانس(آوا)-کابل
https://avapress.com/vdcgyw9t.ak93u4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته