دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 46399
هلمند کې د بیارغونې په اړه په کابل کې د کیدونکې کنفرانس پر تیاریو خبرې وشوې
د هلمند والي د ټولو ادارو له مسولینو وغوښتل چې د ریښتینی اړتیاو او شویو پرمختګونو په اړه راپورونه چمتو او د کابل کنفرانس ته یې وړاندې کړي.
د هلمند سیمه یزو چارواکو پرون د دې ولایت په مرکز لشرکاه کې په یوی غونډه کې د دی ولایت د بیارغونې په اړه په کابل کې د کیدونکې کنفرانس پر تیاریو خبرې وکړې.

د هلمند والي د ټولو ادارو له مسولینو وغوښتل چې د ریښتینی اړتیاو او شویو پرمختګونو په اړه راپورونه چمتو او د کابل کنفرانس ته یې وړاندې کړي.

چارواکي وایي، د هلمند د بیارغونې په اړه په دغه کنفرانس کې به چې مياشت وروسته په كابل كې جوړيږي، د مرسته كوونكو هېوادونو سفيران، د افغانستان د سکتوري وزارتونو مسولین، د انجوګانو استازي او د خصوصي سكتورغړي برخه و اخلي.

د چارواکو په وینا د دې كنفرانس هدف دا دی، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته نړېوال د هلمند له بیارغونې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس( آوا)
https://avapress.com/vdci3pa5.t1aq326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته