راپورونه وایی چې پرون د امریکا په ویسکنسین ایالت کې د سیکانو په یوه معبد کې په ډزو کې څو تنه وژل شوي دي.
دا پیښه د دې ایالت په اک کریک سیمه کې رامنځ ته شوې چې د پولیسو په وینا د حمله کونکي په ګډون ۷ تنه پکې وژل شوي دي.
پولیسو وویل، دوی ګومان نه کوي چې بل حمله کونکی به هم موجود وي.
سیمه ییزو پولیسو وویل، په سیمه ییزوخت سهارمهال ورته د پیښې په اړه ټیلفون شوی و. د پیښی د علت په اړه تراوسه څه ندي ویل شوي.
اک کریک ښارګوټی چې شاوخوا دیرش زره نفوس لري، د دې ایالت په جنوب ختیځه څنډه کې پروت دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)