له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز د مخدره موادو ۱۳ قاچاق وړونکي له ۷ نه تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم کړل.
دې مرکز په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، نیول شوي کسان د ننګرهار، بغلان، کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو اوسیدونکي دي.
په ورته وخت کې د پروان ولایت پولیس وایې چې، د تندر قول اردو مربوط یو بریدمل یې له شمال څخه کابل ته د مخدره موادو د انتقال پر مهال نیولی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)