کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې د سړک غاړې په بمي چاودنې کې درې ملکي کسان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 اسد 1391 ساعت 13:03

په دې چاودنه کې په کندهار کې د ملي راډيو ټلویزیون د امر ورور د هغه زوی او موټر چلوونکی یې وژل شوي دي.


له کندهار څخه راغلي رپوټونه وایي، چې تیر ماښام د کندهار په ښار کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې درې ملکي کسان ووژل شول او یو ټپي دی.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادۍ رادیو وویل، په دې چاودنه کې په کندهار کې د ملي راډيو ټلویزیون د امر ورور د هغه زوی او موټر چلوونکی یې وژل شوي دي.

تر اوسه د دې پیښې مسولیت چا نه دی منلی، خو چارواکي په دې ډول بریدونو کې وسله وال طالبان مسول ګڼي.


د مطلب کود: 46486

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46486/کندهار-کې-د-سړک-غاړې-په-بمي-چاودنې-درې-ملکي-کسان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com