د ښځو چارو وزارت د څلور دیرش ولایتونو د ښځو چارو رئیسانې را بللې ترڅو د ولسمشر د پنځه څلویښتم نمبر فرمان په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئیس دغه فرمان د دولتي ادارو د چارو د سمون او له فساد سره د مبارزې په هدف ورکړی دی.
د ښځو چارو وزارت څخه په خپره کړی اعلامیه کی راغلی، چې دوې به په دې غونډه کې په ولایتونو کې د ښځو د ستونزو پر حل او د تاوتریخوالي د مخنیوي په لارو چارو به خبرې وکړي.
د ښځو چارو وزارت داسې مهال د ولسمشر د فرمان د عملي کولو پر څرنګوالي خبرې کوي، چې د بشر د حقونو ټولنې وايي، په ځینو سیمو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي زیات شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)