دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 46560
یو تازه سروې وايي، افغانان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي
تېره میاشت امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره لومړی ګام واخیست او د هغو ۲۳ زره پوځیانو نیمايي یې وایستل چې ټاکل شوې ده د سږکال تر پایه پوري افغانستان پرېږدي.
تاند- ګلپ، چې په نړۍ کې د بېلابېلو مسایلو په اړه سروې ګانې خپروي، په خپله ویبپاڼه کې د افغانانو د ژوند په باب په یوه سروې کې ویلي: افغانان فکر کوي چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د دوی ژوند یو څه بهتره شوی دی.

ګلپ د دې لپاره چې د هرې طبقې اوسنی ژوند تشریح کړي پوښتل شوي کسان په څو برخو ویشلي، هغوی چې ژوند یې ښه شوی، بل هغوی چې له سختیو سره لاس وپنجه نرموي او یا کړاوونه ګالي.

ګلپ وايي چې په هرو څلورو افغانانو کې یو ډېر بېوزله دی. دا وضعیت تېر کال هم دې ته ورته و خو د هغو کسانو فیصدي، چې ژوند یې ښه شوی، د پخوا په شان په سلو کې څلور ده خو د افغانانو لوی اکثریت یعني په سلو کې ۷۱ لا هم اقتصادي ستونزې لري.

ګلپ وايي چې د ۲۰۰۸ په پرتله د راتلونکي په اړه د افغانانو خوشبیني لږه شوې ده.

خو په عین حال کې لیکي، په راتلونکي کې د خپلې سوکالۍ په باب نظر ورکول هر چا ته ګرانه کار دی په تېره بیا افغانانو ته چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته خپله راتلونکې ورته ناڅرګنده ښکاري.

تېره میاشت امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره لومړی ګام واخیست او د هغو ۲۳ زره پوځیانو نیمايي یې وایستل چې ټاکل شوې ده د سږکال تر پایه پوري افغانستان پرېږدي.

ګلپ وايي، په افغانستان کې نړیواله ټولنه له څه باندې لسو کلونو راهیسي د دغه هیواد د پرمختیايي چارو لپاره هلې ځلې کوي خو د خپل ژوند د معیار یا ستندرد په اړه افغانان راضي نه دي او وايي چې د ژوند شرایط یې پر له پسې خراب شوي دي.

له یوې تازه سروې سره سم یو شمېر افغانان وايي چې په تېر یوه کال کې یې ژوند یو څه ښه شوی خو له راتلونکي اندېښمن دي ځکه چې د ناټو ځواکونه وځي او دوی نه پوهېږي چې له څه ډول برخلیک سره مخامخ کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuwa5.t1aqq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته