ازادی رادیو - د سې شنبې په ماښام له کوټې څخه د دې ايالت سرحدي سيمې تربت ته په دوو لويو لاريو کې پوليس عسکر روان وو، چې له تربت ښاره د شل کېلوميټرۍ په فاصله په شاپک نومې ځاى کې د سړک له غاړې ښخ کړاى شوى بم ورباندې وچاودېد چې په نتيجه کې يې شاوخوا شل پوليس عسکرو ته مرګ ژوبله ور واړوله.
د تربت سيمې دولتي چارواکى عبدالفتح بنګر وايي په دواړو لاريو کې شاوخوا سل تنه پوليس عسکر سپاره وو او په تربت کې د ذکري فرقې د يوې مذهبي مېلې د امنيت ساتلو لپاره له کوټې را روان وو چې له دې پېښې سره مخامخ شول:
"دغه چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې چې په نتيجه کې يې زموږ پينځه تنه پوليس عسکر وژل شوي او پينځلس نور ټپيان شوي دي، په ټپيانو کې د اتو تنو حالت ښه نه دى چې د بيړنۍ درملنې لپاره يې کراچۍ ښار ته انتقالوو."
په دې بمي چاودنه کې وژل شوي او ټپيان ټول د بلوچستان اوسېدونکې ګڼل شوي دي او دا د خپل ډول لومړنۍ چاودنه ده چې په نتيجه کې يې د دې ايالت ځايي پوليس وژل کېږي. حکومتي استازى عبدالفتح بنګر وايي د چاودنې هدف همدا د پوليسو ټرکونه وو:
"دغه ټول د سيمې ځايي عسکر وو چې ځينې يې د پنجګور او ځينې د تربت اوسېدونکې وو، دوى له کوټې د ذکري فرقې د دې مذهبي مراسمو د امنيت لپاره- چې دوې ورځې وروسته پيلېدونکې وو- را لېږل شوي وو او اختر به يې هم پخپلو کورونو کې تېراوه چې له دې ناوړه پېښې سره مخامخ شول."
د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رئيساني دا بمي بريد په کلکه غندلى او دا يې د ترهګرۍ يوه پېښه بللې ده.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې په بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو په وار وار بمي بريدونه شوي چې مسووليت يې د بلوڅو خپلواکې غوښتونکېو سازمانونو پر غاړه اخيستى دى
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)