کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر حامد کرزی د (OIC) په غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1391 ساعت 9:21


ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزی به په همدې اونۍ کې په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان یا (OIC) په غونډه کې ګډون وکړي.

د اسلامي هیوادونو د مشرانو دا غونډه د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز په بلنه د روژې د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه جوړیږي او ټاکل شوې چې په کې به په اسلامي نړۍ کې په شتو ستونزو خبرې وشي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی د مرستیال سیامک هیروي په وینا؛ ښاغلی کرزی دې غونډې ته د ځانګړو وړاندیزونو سره ځي او نوموړی به په دې غونډه کې یو ځل بیا د اسلامي هیوادونو؛ په ځانګړې توګه، د افغانستان د ستونزو په هواري کې د سعودي عربستان او د دې هیواد د پاچا د رول په اهمیت ټینګار وکړي.


د مطلب کود: 46736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46736/ولسمشر-حامد-کرزی-د-oic-په-غونډه-کې-ګډون-لپاره-سعودي-عربستان-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com