دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 46791
ولسمشر حامد کرزي د ایران له زلزله ځپلو سره غمشریکي وښودله
د راپورونو له مخې تیره ورځ د ایران په شمال لویدیځ کې د دو زلزلو له کبله څه باندې دوه نیم سوه کسان ووژل شول او شااوخوا دوه زره نور ټپیان شول.
افغان ولسمشر حامد کرزي د ایران له زلزله ځپلو خلکو سره غمشریکي وښودله او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې ژور خفګان څرګند کړ.

د راپورونو له مخې تیره ورځ د ایران په شمال لویدیځ کې د دو زلزلو له کبله څه باندې دوه نیم سوه کسان ووژل شول او شااوخوا دوه زره نور ټپیان شول.

د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې جمهور ريیس د قربانیانو له کورنیو او د ایران له جمهور ريیس محمود احمدي نژاد سره د خپلې خواشینۍ مراتب شریکوي. 

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezf8e.jh8poi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته