دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 46844
جمهوررئیس حامدکرزي د ډنمارک دنوي سفیر باورلیک ومانه
هېواد جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د ډنمارک نوي سفیرد دواړو هېوادونو د اړیکو د په باب خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ډنمارک د نوي سفیر ښاغلي نیلز
بوول ابراهامسن باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.



د باورلیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځای شول، د هېواد جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د ډنمارک نوي سفیرد دواړو هېوادونو د اړیکو د
په باب خبرې وکړې.



حامدکرزي ښاغلي نیلز بوول ابراهامسن ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ډنمارک هېواد
دافغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله او په تیرو کلونوکې یې له افغانستان سره
د دغه هېواد له همکاریو څخه مننه وکړه.



په مقابل کې د ډنمارک نوي سفیر ښاغلي نیلز بوول ابراهامسن د هېواد له جمهوررئیس
څخه د مننې په ترڅ کې له افغانستان سره د خپل هېواد د اوږد مهالو همکاریو په
دوام باندې ټینګار وکړ.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoj0o.yt09o6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته