کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن پایی ته ورسید:

داطلاعات او فرهنګ دوزارت او دکار او تولنیزو چارو دوزاتونو ترمنځ داشاره اي اخبارونو دخپریدو تفاهم لیک لاسلیک شو.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1391 ساعت 19:22


دکار او تولنیزو چارو ، شهیدانو او معلولینو دوزارت ویانده محمد علی افتخاري، په یوه مطبوعاتي ناسته کې، داطلاعات او هرهنګ له وزارت سره دتفاهم لیک دلاسلیک کولو خبرورکړ،ويې ویل:دکار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، دهیواد معلولینو ته خدمت دادامې لپاره، داطلاعات او فرهنګ له وزارت سره تفاهم لیک لاسلیک کړی څو ددې تفاهم لیک پر بنسټ، خبري پلانونه، داشارې په طبه دهیواد دملي تلویزیون له لیرې، دکڼو دخبرتیا په موخه خپاره شي.
دکار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو دوزارت ویاندهپ په ادمه زیاته کړه: دهیواد دمعلولینو له جملې څخه۲۵،۵ سلنه، حسی معلولان(کاڼه او ړانده ) تشکیلوي چې پخوا د خبرونو دخپرولو په څیر پلانونه داشارې په ژبه، دهیواد معلول قشرته موجود نه وو، خو ددغه تفاهم لیک دلاسلیک پر بنسټ، دهیواد معلړلین له دغه نعمت(اشاره یي اخبارونو له خپوولو) څخه برخمن شول.
دکاراوټولنیزو چارو د ویانده په وینا، داشاریي احبارونو سربیره چې دشپې اته بجې اه عادي اخبارونو سره په یووخت به دهیواد له ملي تلویزیون څخه خپاره شي، نورپلانونه به هم ددې تفاهم لیک له مخې معلولینو ته په نظر کې نیول شوي دی، څو معلولین دمعلولیت په اړه، دمعلولیت دمخنیوي په موخه او دمعلولینو دحقونو په اړه دپوهاوي په برخه کې هم اطلاع ومومي.
هغه څرګنده کړه: له اشاره یي خبرونو څخه جلا به بیل پلانونه، دروځې په اږدو کې دملي تلویږیون له لیارې خپاره شي، همدارنګه کیدای شي دروځې په اږدو کې، دمعلولینو دبرخې دکار پوهانو په دعوت سره دمعلولینو حقونو په اړه دپوهاوي لپاره کنفرانسونه او کردي میزونه ویل کیږي چې دغه تفاهم لیک به،
دکار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو دوزارت ترمنځ د دوه وزارتونو له بودجې څخه عملي شی چې دپروژې په شکل نه بلکې په دایمي توګه ادامه ومومي.


د مطلب کود: 46864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46864/داطلاعات-او-فرهنګ-دوزارت-دکار-تولنیزو-چارو-دوزاتونو-ترمنځ-داشاره-اخبارونو-دخپریدو-تفاهم-لیک-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com