دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 46893
د پاکستان ولسمشر په قبایلي سیمو کې د یوه محلي حکومت جوړېدل غواړي
ازادی رادیو - د پاکستان ولسمشر په راتلونکې کال کې د هیواد شمال لویدیځو قبایلي سیمو لپاره د یوه محلي حکومت د جوړېدو خبره کړې ده.

اصف علي زرداري په خپلو څرګندونو کې چې د پاکستان د خپلواکۍ د ۶۶ کلیزې د مراسمو د مخه يې کړي، ویلي، چې په قبایلي سیمو کې جوړیدونکي محلي حکومت به د دغې سیمې د خلکو په خوښه او د هغوی له دودونو سره سم وي.

ولسمشر زراداري ویلي، دا ګام د هغو هڅو برخه ده، چې له مخې يې د قبایلي سیمې خلک باید د پاکستان د اصلي ټولنې د بهیر برخه شي.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchx6nk.23n-wdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته