دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۶
د مطلب کود : 46935
حامدکرزي د نیمروز په ولایت کې ځان مرګي تروریستي بریدونه په کلکه وغندل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د نیمروز ولایت د زرنج په
ښار کې ځان مرګي تروریستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

نن یو تن ځان مرګي برید کوونکي د نیمروز ولایت د روغتون په دروازه او دوو نورو
ځان مرګو برید کوونکو د زرنج په ښارکې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول
چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټبیان شول.

دری تنه نور ځان مرګي بریدکوونکي او تروریستان چې غوښتل یې د زرنج په ښارکې په تروریستي بریدونو لاس پوري کړي د نیمروز د امنیتي ځواکونو لخوا و وژل شول.

حامدکرزی چې دا مهال په سعودي عربستان کې دی دغه تروریستي عملونه یې په کلکه وغندل، وې ویل چې تروریستان او د افغانستان د خلکو دښمنان دومره ذلیل شوي چې حتی د روژې په مبارک میاشت کې چې د خیر او برکت، توبې او عبادت میاشت ده، زموږ د بې ګناه او مسلمانو خلکو له وژلو څخه هم لاس نه اخلی.

جمهوررئیس وویل: په روژه لرونکو مسلمانانو باندې برید کول له اسلام سره څرګنده
دښمني ده چې عاملین به یې د افغانستان د خلکو له کرکې او د لوی خدای له عذاب
پرته نور څه ترلاسه نه کړي.

حامدکرزی د زرنج په ښارکې د لازیاتې مرګې ژوبلې د مخنیوي او د درې تنو
ترورستانو د له منځه په لاره کې د نیمروز ولایت د امنیتي ځواکونو زړورتیا ستایي .

د هېواد جمهوررئیس د دغو تروریستي بریدونو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې
خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیاهیله کوي.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceno8e.jh8pxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته