کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اغا جان معتصم په اړه د ذبیح الله مجاهد اندېښنه

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 25 اسد 1391 ساعت 10:02

ډېرو رسنیو پر اغا جان معتصم حمله د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري بللې وه. خو ښاغلي معتصم په دې اړه څه نه دي ویلي.


تاند- وروسته له دې چې په رسنیو کې خبرونه خپاره شول چې ممکن اغا جان معتصم منځلاري طالبان پر ځان راټول کړي او دغه راز په تاند کې له نړیوالې ټولنې له تور لیست څخه د ایستل کېدو په باب د ښاغلي معتصم لیک خپور شو ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې وویل چې معتصم نور د دوی استازیتوب نه کوي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري تاند او نورو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې «اغا جان معتصم په ۲۰۱۰ کال کې د یو لړ خود سریو په خاطر له دندې لېري شوی او فعلاً په اسلامي امارت کې هیڅ راز دنده نه لري.»

ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې اغا جان معتصم کوم خود سره کار کړی و.

ده همداراز ویلي چې معتصم په ترکیه کې اوسي او هلته د ده اوسېدنه د ده شخصي کار دی او اسلامي امارت په ترکیه کې کومه نمایندګي او دفتر نه لري او نه هم د ده سفرونه د اسلامي امارت په اجازه شوي دي.

ټاکل شوې وه چې طالبان په قطر کې یو دفتر ولري خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د نه پرمختګ له کبله «اسلامي امارت» نه یوازې په قطر بلکې د نړۍ په هیڅ ګوټ کې رسمي دفتر نه لري.

اغا جان معتصم د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نامالومو کسانو له لوري ویشتل شوی و، خو د ویشتونکو د ګومان خلاف ژوندی پاتې شوی و. وروسته پر پاکستان د نه باور په خاطر د درملنې لپاره ترکیې ته یووړل شو.

ډېرو رسنیو پر اغا جان معتصم حمله د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري بللې وه. خو ښاغلي معتصم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د مشر مرستیال ملا برادر هم وروسته له دې پاکستانیانو ونیوه چې هغه د دوی له مشورې پرته د افغانستان له حکومت سره د تماس هڅه کړې وه. ملا برادر لا هم د پاکستان په حبس کې دی.


د مطلب کود: 46944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46944/د-اغا-جان-معتصم-په-اړه-ذبیح-الله-مجاهد-اندېښنه

آوا
  https://www.avapress.com