دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 46955
دهېواد د ملي پولیسو ځواکونو ، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، تخار ، کندهار ، لوګر ، غزنی ، هلمند او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،دري تنه ټپیان او ۳۴ تنه یي د ملي پولیسو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه زیاده اندازه وسلۍ ، مهمات ، چاودیدونکې توکې او دوه موټر سایکلونه د هېواد د ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همداشان د هرات ولایت د ملی پولیسو منسوبانو تېره ورځ شاوخوا ۲:۳۰ دقیقې د تالاشی پر مهال د یاد ولایت د شینډنډ ولسوالې په مربوطاتو کې د یو تېلری ډوله موټر نه ۱۰ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه کشف او لاسته راوړی دي د یادې پیښې په تړاو دوه تنه هم نیول شوې دي.

د یاد ونې وړ ده چې د هېواد د ملی پولیسو منسوبانو تېره ورځ ۵ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو په موخه لغمان ، بغلان ، کندز ، بلخ او خوست ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس( آوا)
https://avapress.com/vdcgny9t.ak93n4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته