دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 47105
په هرات او بغلان کې چاودنو ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه ښيي، چې نن سهار د هرات د شین ډنډ ولسوالۍ په بازار کې د ښخ شوي ماین د چاودنې له امله څلور ملکیان وژل شوي او یوولس تنه نورټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري وایي، چې په ټپیانو کې درې تنه پولیس هم شامل دي.

بل خوا د بغلان امنیتي مسوولین وایي، نن سهار د نهرین په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ښخ شوي ماین یو ملکي کس وواژه او یو بل کس یې ژوبل کړ.
سرچينه : در صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenz8e.jh8f7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته