کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خپلواکۍ ۹۳ مه کلیزه په محدود ډول ولمانځل شوه

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 28 اسد 1391 ساعت 16:23

ولسمشر کرزي همدا راز په خپلو لنډو خبرو کې له رسنیو وغوښتل؛ چې د بیلا بیلو دورو د هغو شخصیتونه تصویرونه خپاره کړي، چې د دې وزارت په څلورو خواوو کې په دیوالونو ځوړند وو.


افغان حکومت یوځل بیا په کمرنګه توګه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځله.

د زمري د میاشتې اته ویشتمه د هېواد د خپلواکۍ له درې نوي یمې کلیزه سره برابره ده، خو افغان حکومت د شنبې په ورځ دا ورځ د دفاع وزارت په انګړ کې په محدودو مراسمو سره ولمانځله.

افغان ولسمشر چې د دفاع د سرپرست وزیر عنایت الله نظري له خوا بدرګه کېدو، د دې وزارت په انګړ کې یې د ازادۍ د منار مخې ته د ګلو ګیډۍ کېښوده.

افغان ولسمشر د ګلو ګیډۍ له ایښودلو وروسته د افغانستان د خپلواکۍ ورځې مبارکي وویله او پر ملي یوالي یې ټینګار وکړ.

ولسمشر کرزي همدا راز په خپلو لنډو خبرو کې له رسنیو وغوښتل؛ چې د بیلا بیلو دورو د هغو شخصیتونه تصویرونه خپاره کړي، چې د دې وزارت په څلورو خواوو کې په دیوالونو ځوړند وو.

"زما هیله دا ده، چې تاسو محترمې رسنۍ د دې ټولو عسکونو فلم واخلئ او بیا یې نن شپه د افغانستان خلکو ته وښيئ، چې زموږ خلکو څومره قرباني ورکړې، دا زموږ د ملي روحیې د تقویې، د استقلال غوښتنې د تقویې لپاره، زموږ د یووالي لپاره ګټه لري، په خاصه توګه زموږ د ځوانانو لپاره چې له پخوا وختونو نه خبر نه دي.

زموږ د هیواد تاریخ په مجسمه توګه نن شپه د ټلویزیونونو له لارې و ویني او د خپل راتلونکي لپاره کار و کړي. "

دفاع وزارت د افغانستان د خپلواکۍ د سرکښ شاه امان الله خان د انځورونو تر څنګ د یوشمېر مهمو شخصیتونو او د پخوانیو جهادي شخصتیونو انځورونه هم ايښي وو.

د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په لمانځلو کې د افغان حکومتي او دولتي چارواکو ترڅنګ د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیرانو او پوځي اتشه وو او د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن هم ګډون کړی و.

وروسته له هغی، چې د ۱۳۸۸ لمریز کال کې په کابل کې د مجاهدینو د بري د لمانځلو پر جشن وسله واله حمله وشوه؛ اوس افغان حکومت ملي ورځې په محدودو مراسمو کې لمانځي


د مطلب کود: 47113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/47113/د-خپلواکۍ-۹۳-مه-کلیزه-په-محدود-ډول-ولمانځل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com