دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 47115
غزني: طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو د یوه مشر په کور برید وکړ
وسله والو طالبانو د غزني په ولایت کې د ولسي پاڅون د یوه قوماندان پر کور یرغل کړی او ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

دغه قوماندان علي شاه نومیږي چې د میرې ولسوالۍ د علي جان کلي اوسیدونکی دی.

د غزني قومي سرچینې وايي وسله والو طالبانو دوه شپې دمخه دعلي جان په کلي کې شپه مهال د علي شاه قوماندان پر کور، چې د پاڅون سمیز مرکز بلل کیده، برید کړی او تر څو ساعته مقاومت وروسته یې د هغه د زوی په ګډون دوه تنه وژلي او دوه نور سخت ژوبل کړي دي.

د سرچینو په خبره قوماندان علي شاه د برید پر مهال په کور کې نه وو.

په دغه برید کې چې له درنو اوسپکو وسلوهم کار اخیستل شوی حکومت او سیمیزو پولیسو د قوماندان علي شاه له کسانو سره هیڅ رازمرسته نه ده کړې.

د علي شاه قوماندان یو زوی او یو بل ساتونکی چې اوس سخت ژوبل شوي او په روغتون کې دي، وايي دوی په مخابره له حکومتي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه خو هغوی ویل چې طالبانو سیمې په ماینونو فرش کړي اودوی نه شي کولای مرسته وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې حکومت د پاڅون کوونکو مرسته نه ده کړې بلکې تر دې دمخه هم څو ځله له ولسي خلکو د حکومت نه ملاتړ د دې لامل شوی چې هغوی ته مرګ ژوبله واوړي.

له وسله والو طالبانو څخه مو د دې حملې په باب تراوسه کوم راپور نه دی ترلاسه کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcftydj.w6deyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته