کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناتو: د طالبانو یومهم قومندان هم د کونړ په هوایي حمله کې وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 اسد 1391 ساعت 18:05


د ناتو چارواکي وایي، دوی تایید کړې چې په کونړکې د تیري ورځې هوایي حملې په ترڅ کې د طالبانو یومهم مشرمولوي نورمحمد او د هغه مرستیال عطیق اله د وژل شویو لسګونو وسله والو په ډله کې شامل دي.

ناتو وایي نورمحمد چې په تورابي مشهورو، د کونړپه چپې درې کې د وسله والو طالبانو لوړپوړی قومندان و چې د ټولو طالبانو فعالیتونو به یې تنظیمول.

ناتو عتیق اله چې په خالد هم مشهورو، د هغه مرستیال ښودلی دی.
په عین حال کې ناتو د افغانستان په ختیځ کې نن په یوې بم چاونه کې د خپلو دریو عسکرو د وژل کیدو هم ویلي دي.

ناتو د دغو عسکرو د هویت او د پیښې د څرنګوالي په اړه نورجزیات ندي ورکړي.


د مطلب کود: 47158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/47158/ناتو-د-طالبانو-یومهم-قومندان-هم-کونړ-په-هوایي-حمله-کې-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com