دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۲۲
د مطلب کود : 47249
ولسمشر کرزي په نیمروز کې د ځانمرګو بریدو د قربانیانو له کورنیو سره وکتل
جمهور رئیس حامد کرزي د نیمروز مرکز زرنج ته سفر وکړ، تر څو په دې ښار کې د وروستیو ځان وژونکو حملو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړي.

ښاغلي حامد کرزي په یوې غونډه کې چې له سیمه یېزو چارواکو سربیره د وروستیو حملو د قربیانو د کورنیو لسګونو غړو په کې ګډون کړی و، برخه واخیستله.

هغه له دغو کورنیو سره ژمنه وکړه، چې وروسته له دې به میاشتنۍ معاش ورکول کیږي او ځوانان به یې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته واستول شي.

ښاغلي کرزي د روژې د میاشتې د اوه ویشتمې نیټې ځان وژونکې حملو وغندلې او ترسره کوونکي یې د اسلام دښمنان وبلل: "خپله انتحاري کس او هغه څوک چې تر شا یې و او تر دې ځایه یې د ځان وژنې لپاره راوست، زما له نظره دواړه یې مسلمانان نه دي، هیڅکله مسلمانان نه دي، بلکې د اسلام دښمنان دي، د خدای او د خدای د مخلوق دښمنان دي، کله چې د مسلمانانو بچیان وژني، هغه تر ټولو غریب او بیچاره کسان یې وژني، نو مسلمانان نه دي."

ښاغلي کرزي یو ځلي بیا په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې که په زرنج ښار کې د روژې د اوه ویشتمې نیټې په حملو کې لاس نه لري نو باید خپل غږ اوچت کړي.

بل خوا د نیمروز والي عبدالکریم براهوي وویل، چې اصلاً په هغې ورځ دولسو تنو د ځان وژونکو حملو نیت درلود.

هغه وویل په دې کې یې دریو حملې وکړې، شپږ یې ووژل شول او درې نور یې ونیول شول.

د نیمروز د چارواکو په وینا په دې وروستیو ځان وژونکو حملو کې اته دیرش تنه ووژل شول او یو سلو شل نور ټپيان شول.

له جمهور رئیس حامد کرزي څخه په ولسي جرګې کې د نیمروز استازي فریدې حمیدي و غوښتل، چې دغه نیول شوي کسان علناً محاکمه کړي:

"د نیمروز ولایت د خلکو یوازینۍ غوښتنه ستاستو جناب څخه دا ده، هغه انتحاریان چې ملي امنیت نیولي دي، د نیمروز د خلکو په مخ کې د هغې ژړیدلې مور او د یتیم ماشوم لپاره، په اشد مجازاتو محکوم شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnx0o.yt05o6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته