کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا به د۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره خپل سیاسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 2 سنبله 1391 ساعت 20:03


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي د امریکا د متحده ایالاتو د سنا
مجلس له غړي سناتور لیندسي ګراهام سره، نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان
او سیمې د حالاتو په باب خبرې وکړې.

په دې کتنه کې سناتور ګراهام ډاډ ورکړ چې امریکا به د۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره خپل سیاسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

همداراز جمهوررئیس حامدکرزي د آلمان د اقتصادي همکاریو له وزیر ډرک نیبل او د هالنډ
د نړیوالو همکاریو له وزیر بن ناپن سره، نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه له افغانستان سره د آلمان او هالنډ د هېوادونو د مرستو او همکاریو د دوام او د آلماني پانګوالو د هڅولوپه باب چې په افغانستان کې پانګه واچوي، خبرې وشوې.

د آلمان د اقتصادي همکاریو او د هالنډ د نړیوالو همکاریو وزیرانو ډاډڅرګند کړ چې هېوادونه به یې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره په بیلابیلو برخوکې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

حامدکرزي په تیرو کلونوکې له افغانستان سره د آلمان او هالنډ د خلکو او حکومتونو له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه ، وې ویل چې دافغانستان خلک به د هغوی مرستې او قربانۍ هیرې نه کړي.




د مطلب کود: 47356

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/47356/امریکا-د۲۰۱۴-میلادي-کال-وروسته-له-افغانستان-سره-خپل-سیاسي-اقتصادي-او-پوځي-ملاتړ-ته-دوام-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com