کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بګرام کې د نړېوالو ځواکونو د موټرو په کاروان د ماین چاودنه شوې

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 2 سنبله 1391 ساعت 20:35


د پروان چاواکي وايي، چې د دې ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې نن سهار د نړېوالو ځواکونو د موټرو په کاروان د ماین چاودنه شوې.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نړېوالو ځواکونو کاروان ګزمه کوله، چې د سړک د غاړې له ماین سره مخامخ شو، د هغه په وینا یو پوځي موټر په کې ویجاړ شوی خو د مرګ ژوبلې په هکله یې تر اوسه معلومات نشته.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې ماین د دوی کسانو ایښی و او نړیوالو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خو سیمه ییزو چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده


د مطلب کود: 47362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/47362/بګرام-کې-د-نړېوالو-ځواکونو-موټرو-په-کاروان-ماین-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com