دخپریدو نیټه :جمعه ۳ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 47367
وسلوالو طالبان: په ژړۍ ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون نه دی کړی
د دې ولايت د ژړۍ ولسوالۍ په څلورو کليو کې ولسي خلکو وروسته تر هغه د وسلوالو طالبانو په وړاندې په تش لاس پاڅون وکړ.
وسلوالو طالبانو د کندهار د چارواکو هغه ادعا رد کړې، چې ګوندې په ژړۍ ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون کړی او له څلورو کليو څخه يې وسلوال طالبان ايستلي دي.

پرون د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل ازادۍ راډيو ته ويلي و، چې د دې ولايت د ژړۍ ولسوالۍ په څلورو کليو کې ولسي خلکو وروسته تر هغه د وسلوالو طالبانو په وړاندې په تش لاس پاڅون وکړ، چې وسلوالو په زوره ورڅخه ډوډۍ غوښتله او په کورونو کې يې شپې کولې.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته وويل، چې په سيمه کې د دوي خلاف هيڅ ډول پاڅون نه دی شوی.

بل خوا د کندهار په سرحدي ولسوالۍ، سپين بولدک کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې شپږ تنه ملکيان چې په يوه ريکشا کې روان وو- ووژل شول، چې اکثريت يې ښځې او ماشومان دي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي د پرونۍ چاودنې په وژل شويو کې دوې ښځې، درې ماشومان او يو سړى شامل دي.

تر اوسه چا د چاودنې مسووليت نه دى منلى
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefx8e.jh8fpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته