دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 47619
د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په یو برید کې ټپی شوی
راپورونه وايي، چې د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق یو برید کې ټپي شوی دی.

د کندهار پرامنیې قومندان جنرال عبدالرازق تیره شپه موټري بم چاودنه شوې.

د دې ولایت د روغتون چارواکو ویلي تر برید وروسته څلور مړی او اولس ټپیان وروړل شوي دي.

جنرال عبدالرازق هم په ټپیانو کې شامل دی.

د کندهار د والي ویاند ویلي، چې د امنیې د قومندان ټپونه برسیرن دي.

دا پېښه چې د کندهار په دوراهي سیمه کې رامنځ ته شوې ده د چارواکو په وینا ډیر قربانیان ولسي خلک دي.

طالبانو د پېښې مسولیت منلی دی او د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې د کندهار امنيي قومندان چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceop8e.jh8fzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته