دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 47660
ارګ ماڼۍ: د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي کاندید وزیران به ژر وپيژندل شي
"د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو د ور پیژندنې بهیر وروستې شوی او انشاه الله ډير ژر به ولسي جرګې نه د باور رایي ترلاسه کړي."

افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته ور وپيژندل شي.

د ولسمشر حامد کرزي د ویاند مرستیال احمد ضیا سیامک نن له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل:

"د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو د ور پیژندنې بهیر وروستې شوی او انشاه الله ډير ژر به ولسي جرګې نه د باور رایي ترلاسه کړي."

ولسي جرګې هم پرون له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه وکړه، چې په لنډه موده کې دې د دفاع او کورنیو چارو نوي وزیران ولسي جرګې ته د باور رایي ترلاسه کولو لپاره ور وپیژني.





سه شنبه 07 سنبله
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawiny.49n0i1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته