دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 47729
بان کی مون د ناپیلیو هېوادونو په مشریزې غونډې کې د ګډون په مقصد، نن تهران ته ورسید
دملګرو ملتونو مشر بان کي مون له یوه جګ پوړي پلاوي سره تهران ته ورسید. د ملګرو ملتونو دمشر مرستیال جفري فلتمن،دبان کي مون ځانګړی استازی تري رودلارسن او دبان کي مون مهمه سلاکاره میرمن کین هم له هغه په دې سفر کې حضور لري. په دغه سفر کې به په تهران کې د ملګرو ملتونو غږملونکې میرمن ویدان او دبان کي مون ویندوي نسیرکي هم ورسره ملتیا کوي. ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د خپل سفر په بهیر کې، د ایران له لوړ پوړو چارواکو سره د مختلفو نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي. ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي به تهران ته په خپل سفر کې، د اسلامي انقلاب د رهبرۍ له ستر مقام او د ایران د اسلامي جمهوریت له و لسمشر سره وګوري. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند، مارټین نسیرکي، پرون په تهران کې د ناپیلي غورځنګ د غونډې په څنګ کې له حضرت آیت الله العظمی امام خامنه ای او محمود احمدي نژاد سره د کتنې لپاره د بان کي مون د پروګرام خبر ورکړ. نوموړی همدارنګه د ایران د پارلمان له یوشمېر استازو سره هم کتنه کوي. ایران ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سفر د صهیونیسټي کړیو او د امریکا ددولت د غوسې لامل شوی دی،کارپوهانو او رسنیو دغه سفر په نړیواله او سیمه ییزه کچه د ایران د ګوښه کېدو لپاره د لویدیځ هڅو ته یوبل ټکان بللی دی. له دې مخکې د بان کي مون ویاند، مارټین نسیرکي اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د صهیونیسټ رژیم او لویدیځ تر سخت دباو لاندې دی چې ایران ته دې نه ځي. نوموړي زیاته کړه چې بان کي مون په ایران کې دناپیلي غورځنګ په شپاړسمه غونډه کې ګډون پوره اړین وباله
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyu9t.ak9ux4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته