دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 47870
اوباما: د افغانستان جګړه به هم د عراق د جګړې په څېر پای ته ورسیږي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هغو امریکایي پوځیانو ته چې افغانستان ته روان وو، وویل، لاهم په افغانستان کې سخته جګړه شته.

د امریکا ولسمشر چې په تکزاس کې د فورټ بلیس په پوځي مرکز کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ.،چې د افغانستان جګړه به هم همداسې پای ته ورسوي لکه د عراق جګړه چې یې له مسوولیت سره سمه پای ته ورسوله.

بارک اوباما د القاعده د ماتې ورکولو په برخه کې د امریکا د ملاتړیو د هڅو ستاینه هم وکړه.




سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzj0o.yt0556bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته