دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 48061
د ولسمشر کرزي د یوه فرمان له مخې ۷۵ تنه زندانیان د بلخ له زندانه خوشې شول
د یو بل خبر له مخې د ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان له مخې ۷۵ تنه زندانیان د بلخ له زندان څخه خوشې شول.

د بلخ د محبس مدیر جنرال عبدالله عزیزي وویل، چې په ازاد شوو کسانو کې دولس میرمنې هم شاملي دي.

د ښاغلي عزیزي په وینا د همدې فرمان له مخې له سلو نه د زیاتو زندانیانو د بند موده هم لنډه شوې او هغوي به هم ډير ژر خوشې شي.

جمهور رئیس پخوا هم د ملي ورځو او د اخترونو په مناسبت د زندانیانو لپاره د عفوې او یا هم د هغوی د سزا د راکمولو لپاره فرمانونه ورکړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqz9t.ak9734g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته