دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 48187
د ناټو عمومي منشي د ناټو پر پوځیانو د افغان ځواکونو پر حملو اندېښنه ښکاره کړه
تاند- د ناټو عمومي منشي نن د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په ټېلفوني خبرو کې د ناټو پر پوځیانو د افغان ځواکونو پر حملو ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو ویندویې کارمین رومیرو په بروکسل کې وویل، د تړون عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن ولسمشر کرزي ته ټېلفون وکړ، ویې ویل چې دوی په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر دوام ژمن دي او پر دې یې ټینګار وکړ چې ستراتیژي به یې بدله نه شي.

دې دغه راز وویل چې عمومي منشي له حامد کرزي سره په خبرو کې د افغان ځواکونو له خوا د ناټو پر پوځیانو د حملو په اړه خپله ژوره اندېښنه له افغان ولسمشر سره شریکه کړه.

راسموسن د افغان امنیتي ځواکونو په اړه د څېړنو، د استخدام په وخت د دقت، د جاسوسي ضد استخباراتو د پیاوړتیا او د کلتوري مسایلو په اړه د ناټو پوځیانو د پوهاوي د زیاتولو په شمول د هغو تدابیرو یادونه وکړه چې د افغان ځواکونو له منځه پر ناټو پوځیانو د حملو مخه نیسي.

ده له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د دغو تدابیرو په عملي کېدو کې همکاري وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر کرزي د ناټو عمومي منشي ته ډاډ ورکړ چې د دا ډول حملو د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.

له دې سره په یووخت نن د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی وویل چې په سلګونو عسکر یې له ملي اردو څخه یا ایستلي او یا یې نیولي دي. جنرال عظیمي وویل چې دا اقدام وروسته له دې شوی چې د عسکرو د سوابقو، سوانحو او اسنادو په اړه تحقیقات وشول.

د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسمون د دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې ویلي و چې د افغان ځواکونو حملې به د ناټو هغه پلان ګډوډ نه کړي چې په تدریجي ډول امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري او خپل اکثره پوځیان د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه باسي
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcfeydj.w6dccaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته