دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۰۷:۰۱
د مطلب کود : 48281
خصوصي تعلیمي- تحصیلي مؤسسې دې داسې کادرونه تربیه کړي چې موږ د
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په خپله پنځله لس ورځنۍ راډیویي وینا کې د خصوصي تعلیمي او تحصیلي مؤسسو له خاوندانو او چلوونکو وغوښتل چې د منل شویو اکاډمیکو معیارونو په اساس دې د افغان متعلمینو او محصلینو لپاره د زده کړې شرایط برابر کړي.

دغه راز حامد کرزي د تعلیمي چارو د څارنې لپاره د معارف او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکو ته وویل: د معارف او لوړو زده کړو وزارتونه باید د دغه کار اهمیت او ضرورت ته په کتو سره د نوموړو مؤسسو اکاډمیکي چارې وڅاري تر څو په
دغو مؤسساتو کې د تعلیم او تحصیل جریان، علمي، اکاډمیک او د نن ورځې د ښوونې او رزونې له معیارونو سره برابر وي.

حامد کرزي زیاته کړه: په شخصي تعلیمي او تحصیلي مؤسسو کې دې د شمولیت شرایط، د تدریس طریقې، تعلیمي نصاب او درسي مواد، د استادانو او ښوونکو د استخدام شرایط، درسي ساعتونه او په تعلیمي او تحصیلي چارو کې د نظارت شرایط باید د منل شویو اکاډمیکو معیارونو په اساس وي او داسې کادرونه دې د افغانستان لپاره
تربیه کړي چې موږ د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي.

همدا راز جمهور رئیس په نوموړو مؤسسو کې د زده کړو د شرایطو په اړه وویل: موږ هیله لرو چې زموږ ځوانان په دغو خصوصي تعلیمي او تحصیلي مؤسسو کې ښه او معیاري تحصیلات حاصل کړي او کله چې له دغو مؤسسو څخه فارغیږي، د خپل لیاقت او مهارتونو له مخې باید د نورو لوړو زده کړو لپاره د پرمختګ ښه فرصتونه ولري او
تحصیلي سندونه یې په هېواد کې د ننه او بهر د منلو وړ وي.

--
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6uny.49naa1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته