د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له لوی قوماندان جنرال جان الن او د امریکا له سفیر جیمزکاننګهام سره په کتنه کې وویل چې د دوشنبې په ورځ دې د بګرام زندان ټول مسوولیتونه د افغانستان لوري ته انتقال شي.
د هېواد جمهوررئیس وویل چې دغه انتقال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت د تحقق په لاره کې یو مهم ګام دی، اړوندو ادارو ته لارښوونه کیږي چې د بګرام زندان د مسوولیت له ترلاسه کولو وروسته د زندان د مدیریت او له زندانیانو سره د چلند په مسئلوکې دې د هېواد ټول نافذ قوانین رعایت کړي.
حامدکرزي یو ځل بیا په ټاکل شوې نېټه د بګرام زندان په سپارلو باندې ټینګار وکړ، وې ویل: د لاس لیک شوي تفاهم لیک له مخې باید د بګرام زندان افغان لوري ته و سپارل شي او د دغه زندان په سپارلوکې د ځنډ را وستل به د افغانستان د حاکمیت د نقضولو په معنی وي.
حامدکرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې د دوشنبې په ورځ دې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې له نړیوالو ځواکونو څخه د بګرام د زندان ټول مسوولیتونه افغان ځواکونو ته انتقال شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)