دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۱۱
د مطلب کود : 48350
د دایکندي د امنیه قومندانۍ یو قومندان د وسله والو له خوا ووژل شو
نوموړی د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د وسله والو په کمین کې ووژل شو او دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شول.
د دایکندي د امنیه قومندانۍ د جلب او جذب قومندان شاه ولي نن سهار د کابل – دایکندي تر منځ پر لاره د وسله والو کسانو په حملې کې ووژل شو.

د دایکندي والي قربان علي اروزګاني آزادۍ راډيو ته وویل؛ چې نوموړی د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د وسله والو په کمین کې ووژل شو او دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شول.

د ښاغلي اروزګاني په وینا د دایکندي پر دولتي کارکونکو تل د پروان پر لاره حملې کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvxnk.23n6mdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته