دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 48565
په فراه ولایت کې پنځه تنه پولیس د وسله والو له خوا وژل شوي دي
د فراه سیمه ییز مسوولان وایي، چې پنځه پولیس په پشت رود ولسوالۍ کې وژل شوي.
د پشت رود ولسوال غوث الدین آزادي راډیو ته وویل؛ چې دوه پولیس له وسله والو طالبانو سره په نښته کې پرون او درې نور د طالبانو له خوا تر برمته کیدو وروسته نن د هغوی له خوا وژل شوي.

ده څرګنده کړه چې درې واړه تښتول شوي پولیس په خاک سفید ولسوالۍ کې وژل شوي.

د دې پولیسو د وژنې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آّژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfttdj.w6dcvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته