دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 48630
په امریکا کې د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي د فلم د تولید په اړه
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو چې د سام باسیل په نوم فلم جوړوونکي یو فلم جوړ
کړی چې په هغه کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوی شوی او امریکایي
کشیش (تری جونز) ددغه فلم یو ویډیویي کلیپ د ترویج لپاره خپور کړی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت په ډېره کلکه او شدیده توګه دغه غیر انساني او له
سپکاوي ډک عمل غندي او د هغه په وړاندې خپله سخته کرکه څرګندوي.

حضرت سرور کائنات د اسلام عظیم الشان پیغمبر، د بشریت لارښود او د ځمکې پر مخ
د حقیقت او ریښتینولی پیغام راوړونکی دی. د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی په
حقیقت کې د ټولې نړۍ پر مخ د یو نیم میلیارد مسلمانانو ارزښتونو ته سپکاوی دی.

ددغه امریکایي فلم جوړوونکي او افراطي کشیش (تری جونز) غیر انساني عمل په نړۍ
کې د ادیانو او فرهنګونو تر منځ د دښمنۍ او تقابل لامل ګرځېدلی چې د انسانانو
تر منځ سولې او ګډ ژوند ته شدیده ضربه ده.

موږ پوره باور لرو چې فلم جوړوونکی سام باسیل، افراطي کشیش (تری جونز) او ددوی
همفکره کسان له یوه ډېر کم او افراطي اقلیت پرته، د بل چا استازیتوب نشي
کولای.

دغه ناوړه عمل په نړۍ کې د ټولو سوله دوستو انسانانو او د سولې او ګډ ژوند د
طرفدارنو د کرکې او ناراحتۍ لامل دی.

دیني مقدساتو او ارزښتونو ته سپکاوی د بیان د ازادۍ په اصولو کې نشته. ددې
خاورینې کُرې د یو نیم میلیارد انسانانو مقدساتو ته سپکاوی او د هغوی برحقه
احساساتو ته زیان رسول، جنایتکارانه عمل دی.

د افغانستان حکومت په جدي ډول غواړي چې د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي د فلم
او ویډیو له خپرولو څخه مخه ونیول شي او اجازه ورنکړل شي چې ددغه فلم جوړوونکي
او افراطي کشیش ناوړه عمل د اسلامي نړۍ عواطفو ته لا زیات زیان ورسوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آزانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuqa5.t1avp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته