دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۰۶:۲۶
د مطلب کود : 48739
انګلستان له ټاکلي مودې مخکې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو غور کوي
د انګلستان دفاع وزیر فلیپ هاموون وایي، له ټاکلې مودې مخکې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ایستلو غور کوي.

هاموون د انګلستان ګارډین ورځپاڼې سره مرکې کې منلې، چې پوځ شپږ میاشتې وړاندې هڅه کوله چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر د امکان تر سرحده لوړ وساتي، خو زیاته یې کړه، قوماندان د افغان ځواکونو توان ته حیران دي او وایي، د دوی له وتلو وروسته به دا ځواکونه د زمري په نامه د جګړو لپاره په ګډو عملیاتو کې خپله ونډه پر مخ بوزي.

ټاکل شوې چې انګلستان به د روان عیسوي کال تر پایه پنځه سوه عسکر له افغانستان څخه وباسي او شاوخوا ۹۰۰۰ عسکر به یې د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې په مقصد په دي هیواد کې پاته وي.

د انګلستان د دفاع وزیر هاموون وایي، کوم پیغام چې ده په څرګند ډول له پوځ څخه تر لاسه کړی؛ هغه دا دی، چې پوځ به په ۲۰۱۳ کال کې به له افغانستان څخه خپل زیات شمېر ځواکونه وباسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3ya5.t1avp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته