کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکابل پوهنتون محصلینو اسلام ته د سپکاوي په اړه د جوړ شوي فلم پرضد مظاهره وکړه

د صدای افعان خبری آژانس(آوا) , 26 سنبله 1391 ساعت 15:18


دکابل پوهنتون په سلګونو تنو محصلینو نن سهار په امریکا کې دهغه فلم پرضد چې د اسلام ستر پیغمبر ته په کې سپکاوي شوي مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو چې دامریکا په ضد یې شعارو ورکول، د کابل پوهنتون مخې ته یو شپږ ماده یېز پریکړه لیک هم ولوست.

په پریکړه لیک کې ویل شوي، چې که چېرې دامریکا حکومت فلم جوړونکي محاکمه نه کړي نو خپلو مظاهروته به دوام ورکړي.

تیره ورځ په خوست او ننګرهار ولایتونو کې خلکو په دې اړه سوله یېزې مظاهرې وکړې.


د مطلب کود: 48846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/48846/دکابل-پوهنتون-محصلینو-اسلام-ته-د-سپکاوي-په-اړه-جوړ-شوي-فلم-پرضد-مظاهره-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com