دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 49201
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستانیو ورځپاڼو پر راوړلو بندیز لګولی
افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې هېواد ته یې د پاکستانیو ورځپاڼو پر راوړلو بندیز لګولی دی.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ډیرې هڅې یې د تورخم پر پوله پيل کړي.

د خبرپاڼې له مخې سرحدي پولیسو ته دنده سپارل شوې، چې له ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو څخه ټولې پاکستانۍ ورځپاڼې ټولې کړي.

ویل کیږي، چې افغان حکومت دا پرېکړې په دې نیت کړې، چې د وسله والو طالبانو د تبلیغاتو مخنیوی وکړي.

تر دې پخوا د مشرانو جرګې غړو ویلي وه، چې په دې ورځپاڼو کې افغانان د حکومت پر ضد جګړه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس( آوا)
https://avapress.com/vdcdfx0o.yt0nz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته