کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دميدان وردګو ولايت کې د نهر فولاد کانال داساسي جوړونې وروسته د دوه لکو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1391 ساعت 14:50


د ولایت په مرکز میدانښار کې د نهر فولاد یو کیلومتره کانال داساسي جوړونې وروسته دنشه یې توکو پروړاندې دمبارزې وزارت د دوه لکو امریکايي ډالرو په مالي لګښت د ولایت والي، دامنيې قوماندان او د ادارو یو شمېر ریسانو لخوا رسماٌ ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دلایت داوبو لګولو ریس محمدانور په ویناء چې دنهر فولاد دغه کانال چې یو کیلومتره اوږدوالي او (۳،۵) متره لوړوالی او (۱،۵) متره پلنوالی لري دځیلابونو
دمخنوي او د (۴۰۰) جریبو ځمکو دخړوبولو په موخه ، چې د(۳۸۰۰) متر مکعب تحکیم
کاري په کې شوې ده دنشه یې توکو پروړاندې دمبارزې وزارت د(ښواجراتو دستاینې)
پروګرام له لارې دیوکال په موده کې چې پکې دسیمې (۲۰۰) تنه بې کاره ځوانان پکې
په کار بوخت ول د صفایي ساختماني شرکت لخوا د یوکال په موده کې په اساسي ډول
جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د محمدانور په ویناء چې ددغې کانال او ویالو په جوړیدو سره (۴۰۰) جریبه ځمکه خړوبیږي او همدارنګه د(۶۰۰) جریبه ځمکه د احتمالي سیلابونو دمخنوي څخه وژغورل شوه.

دیادونې وړ ده چې دنشه یې توکو پروړاندې دمبارزې وزارت لخوا د تیرو څلورو کلنو راپدېخوا تراوسه پورې (۴۲۰۰۰۰۰) لکو امریکایي ډالر دې ولایت ته ځانګړي شوي چې تراوسه ( ۴) پروژې بشپړې شوي او( ۳) پروژې تر کار لاندې او ( ۴) پروژې منظورې شوي دي چې چارې به یې ډيرې ژر پيل شي.

ددې ترڅنګ په میدان وردګو ولایت کې دلومړي ځل لپآره دنشه یې توکو
پروړاندې دمبارزې ریاست رامنځته او انجینرذبیح الله دازادو سیالیو ورسته د یو شمېر مسولینو لخوا دیاد ریاست کارکوونکو ته ور وپيژندل شو.


د مطلب کود: 49367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/49367/دميدان-وردګو-ولايت-کې-د-نهر-فولاد-کانال-داساسي-جوړونې-وروسته-دوه-لکو

آوا
  https://www.avapress.com