دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 49459
دسرپل په ولایت کې دڅلورو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند دنسوانو لیسې، اسفند ساي ،
سبزې کلان او سنګ توده منځنیو ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ دروان کال د تلې
میاشتې په 4 نیټه پرانیستل شوې .
په هغو غونډو کې چې په همدې موخه دنوموړو ښوونځيو په انګړ کې جوړي شوې وي د
سرپل ولایت والی عبدالجبار حق بین او دهمدغه ولایت د پوهنې رییس عبدالغفور
سرپلی ، د دو لتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو،ښوونکو او زده کوونکو
ګډون درلود.
دسوزمه قلعه د نجونو لیسې ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د یو نیم
جریب ځمکې په ساحه کې چې دسیمې دخلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوې د ۳۶ زره
امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت د کلیو او پراختیا وزارت دملی پیوستون
دپروګرام لخوا د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۴ درسي ټولګي، یوه اداري
خونه، یوه تحویلخانه او نور ې اړینې آسانتیاوې لري.
داسفند ساي د منځني ښوونځي ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د یو
جریب ځمکې په ساحه کې چې دسیمې دخلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوې د ۵۴ زره
امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د کلیو او پراختیا وزارت دملی پیوستون
دپروګرام لخوا د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې
او نور ې اړینې آسانتیاوې لري.
د سبزی کلان منځنې ښوونځي ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د یو
نیم جریب ځمکې په ساحه کې چې دا هم دسیمې دخلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوې د ۱۰۴ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د یونیسف موسسې په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې.
دغه شوونځۍ ۷ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او یوه تحویلخانه لري.
دسنګ تودې دمنځني ښوونځي ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د ۴۰زره
امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت د کلیو او پراختیا وزارت دملی پیوستون دپروګرام لخوا جوړه شوې.
ددغو څلورو ښوونځيو لپاره د نوېو ودانیو په جوړولو سره د سیمې زرګونو زده
کونکو لپاره اسانتیاوې برا برې شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci35a5.t1a3w26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته