کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 میزان 1391 ساعت 12:19

د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د لغمان ، کند ز ، فاریاب ، کندهار ، زابل ، پکتیکا او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د لغمان ، کند ز ، فاریاب ، کندهار ، زابل ، پکتیکا او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۳ تنه یي د هېواد امنیتې ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ او مهمات چې ۵ میله راکټ اچونکې ، یو میل پیکا ،۱۰ میله بیلا بیل ډوله وسلۍ ، ۵ ډزه د درنو وسلو مرمې ، ۷۰۰ ډزه د سپکو وسلو مرمې ،۱۰ کړۍ ماینونه ، دوه عرادې موټر سایکلونه او در ی عرادې موټر د ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا راز تېر ه ورځ دوه تنه ترهګر طالبان کله چې غوښتل یی یو ه کړۍ ماین د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پر سړک ځاي پرځاي کړې ، ماین پری وچاودید او په ترڅ کی یی دواړه ماین خښوونکې ووژل شول.


د مطلب کود: 49514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/49514/۴۰-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com