کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دیو تړون د لاسلیکولو په ترڅ کې دبغلان دولایت د دویشي ــــ پلخمري دلویې لارې جوړول یو افغان شرکت ورکړ شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 میزان 1391 ساعت 17:27


دهیواد فواید عامې وزارت، دبغلان دولایت له دوشي نه تر پلخمري پورې د۵۲ کیلومتر عمومي سرک دجوړلو دکار تړون له تاجکي شرکت سره فسخ او دیو افغاني سرک جوړونې له شرکت سره یې تړون لاسلیک کړ. 

دهیواد دفواید عامې وزیر«انجینر نجیب الله اوژن» له نبې زاده افغاني ساختماني شرکت سره دنوي تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل: د بغلان د ولایت له دوشي نه تر بلخمري پورې دعمومي سرک د جوړولو کار تړون په ۲۰۰۹ کال کې یوتاجکي ساختماني شرکت سره لاسلیک شوی ؤ. 

نوموړي تاجکي شرکت دځینو دلایلو په لحاظ ونه توانیدو چې ددغې پروژې د جوړولو کار پیل او په ټاکي وخت یې سرته ورسوي په دې اساس د فواید عامې وزارت د وزیرانو دشورا دپریکرې پربنسټ د دوشي ـــ پلخمري د عمومي سرک د جوړلو ټرون له نوموړي تاجکي ساختماني شرکت سره مسخ او له افغاني ساختمانی شرکت یره یې تړون لاسلیک کړ. 

دفواید عامې د وزارت واکمن وایي: هغه تاجکي مسولینو چې ددغه سرک د جوړلو کاریې په غاړه اخیستی ؤ دکار د بیرته کیدو دلایل یې پدې سیمه کې د امنیت نه شتون و باله اوددې ترڅنګ یې دبودجې په نه شتون هم ټینګار وکړ. 

دفواید عامې وزیر وویل: داپروژه د۱۷/۸ ملیونه امریکايي دالرو په لګښت له نبي زاده شرکت سره تړون لاسلیک شو چې کیدای شي د را تلونکي یوکال او درې میاشتو په موده کې د دوشي ـــ پلخمري۵۲ کیلومتره عمومي سرک ګټه اخیستني ته چمتو شي. 

هغه زیاته کړه: چې ددې عمومي سرک درغاونې لګښت اسلامي بانک په غاړه اخستی دی.
په همدې حال کې دنبې زاده ساختماني شرکت رییس عبدالباذی وردک صدای افغان ته وویل: مونږ به د پروژې په بشپړتیا کې هڅه وکړو څو دهغې کار له ټاکلي مهال څخه ترمخه سرته ورسوو. 

ښاغلي وردک د دوشي ــ پلخمری دعمومي سرک درغاونې په کار کې احتمالي ستونزه د امنیت نه شتون وبلله، ویې ویل: دفواید عامې وزارت ژمنه کړې چې دهیواد د دفاع دوزارت او دکورنیو چارو وزارت په مرسته ددې شرکت د کارکوونکو امنیت پدې ولایت کې ونیسي.
هغه څرګنده کړه چې دفواید عامې له وزارت سره دتړون ترلاسلیک کولو دمخه یې دسیمې له خلکو سره دسرک دجوړلو دکار په جریان کې دخپلو کاکوونکو د امنیت دڅرنګوالي په اړه خبرې کړي او پدې هکله یې له خلکو څخه مرستهغوښتنې اوخلکو ورته ډاډ ورکړی دی.
دبغلان دولایت د دوشي ــ پلخمري عمومي سرک د کابل مزارشریف پولور لار واقع دی او دا سرک دبې معیاره وزن لرونکو باروړونکو موتړو دتګ راتګ لامله په کلي ډول ویجاړشی او همدا اوس په یوه پوره خاورین سره اووښتی دی.
سره لدې چې دفواید عامې د وزارت انجینران او تخنیکي مسولین ادعا کوي چې په افغانستان کې دحلقوي سرکونو عمرد۱۵ــ۲۰ کلونو ترمنځ وي خو ډیرهغه سرکونه چې په څو وروستیو کلونو پدې هیواد کې جوړ شوي دډیروزن وړونکو موټرو د چلند لامله ډیرژر تخریب شوي او بیا رغاونې ته کلکه اړتیا لري.


د مطلب کود: 49548

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/49548/دیو-تړون-د-لاسلیکولو-په-ترڅ-کې-دبغلان-دولایت-دویشي-پلخمري-دلویې-لارې-جوړول-یو-افغان-شرکت-ورکړ-شوه

آوا
  https://www.avapress.com