دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 49654
په لغمان کې د ایساف د هوايي برید پر قربانیانو مرستې ویشل کیږي
د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ایساف د هوايي برید له قربانیانو سره مرستې وشوې.

د لغمان د کار او ټولنیزو چارو ريیس عبدالبصیر هاشمي ازادۍ راډيو ته وویل، چې د یاد ریاست په همکارۍ ARD موسسې له هغو اته ویشت کورنیو سره مرسته وکړه، چې د وږي په شپږویشتمه د لغمان د الینګار ولسوالی د نورلام صاحب په دره کې د ایساف ځواکونو د هوايي برید قربانیان شول.

نوموړی وايي، له هر یوې کورنۍ سره جلا د څلور سوو ډالرو په ارزښت مرسته وشوه.

د هاشمي په وینا په دوهم پړاو کې به د يادې موسسې له خوا دغو کورنیو لپاره وړوکی تجارت هم برابر شي؛ چې د هغې لارې به خپلې ورځنۍ چارې سمبالوي.

"په دویم پړاو کې موږ په پام کې لرو، چې د یادې موسسې له خوا د پينځه زره ډالرو په ارزښت دغو کورنیو ته وړوکی تجارت برابر کړي چې د هغې له لارې دوی خپلې ورځنی چارې پر مخ یوسي او په درېم قدم کې به دغو کورنیو ته د میاشتې هغه مرسته ورکوو، چې د پيښې نورو قربانیانو ته ورکول کیږي."

د یادولو ده چې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام صیب دره کې د وږي د میاشتې په ۲۶مه نیټه یو شمیر ښځې غره ته د جلغوزو، خسو او بوټو په ټولولو پسې تللې وې؛ چې د ایساف ځواکونو د هوايي برید قربانیانې شوې، په دغه بمبار کې اته تنه مېرمنې همهاغه مهال ووژل شوې او شاو خوا شل تنه نورې نورې ټپیانې شوې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjvdj.w6d1taz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته