دخپریدو نیټه :شنبه ۸ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 49716
د  مشرانو جرګې له خوا دعامې روغتیا وزارت باندې د لګیدلو تورونو ځوابونه روانه اونۍ د مکتوب په بڼه ورکوي
په ولسي جرګه کې دڅو وزیرانو له استیضاح وروسته، داځل د مشرانو جرګې د شکایتونو نو داوریدو کمیسیون دیولړ مدارکونو په ښودلو سره دعامې روغتیا وزیره تر پوښتنو ګرویږ لاندې ونیوه او یو لړ تورونه یې پرې لګول.
هغه تورنه چې دعامې روغتیا وزیرې«اغلې ډاکترې ثریا دلیل» باندې د سناتورانو له خوا لګیداي، د هیواد د روغتیا یي ړضعیت دودې له ګبله د دغه وزارت دبې کاره توب او د شخصي اړیکو پربنسټ د ځینو افرادو ځای پرځای کول ښودل شویدي.
د دغه وزارت ویاند«حفیظ فیاض» د عامې روغتیا پرويرې باندې د لګیدلو تورونه د ردولو په ترڅ کې صدای افغان«افغان غږ خبری آژانس» اژانس ته وویل: دغه وزارت به ډیرژر خپل ځوابونه په مکتوبي ډول د مشرانو جرګې ته ولیي.
حفیظ فیاض وویل: ټول هغه کارونه چې دعامې روغتیا په وزارت کې شوي،دهیواد له قانون سره سم سرته رسیدلي، مونږ د لګیدلو تورونو د هریوه په وړاندې سند او کافي شواهد لرو.
دغه مسول مقام څرګنده: چې دپارلمان استازي او سناتوران له وزیرانو څخه دپوښتنې او استجواب حق لري او مونږ دهغوﺉ دی حق ته درناوی لرو.
هغه/هغه تورنه چې دمشرانو په جرګه کې د عامې روغتیا پر وزیرې لګیدلي وو، بې بنسټه وبلل او وویې ویل: د هغو دځینو تورونو او برخو په اړه باید تحقیق او څيړنه وشي او دکم کارۍ د لیدتو په صورت کې باید ورته رسیدنه وشي:
د فیاض په وینا: په روانه اونۍ کې به دعامې روغتیا وزیره د لورتنیو تورونو په اړه خيله د فاعیه مشرانو جرګې ته په مکتوبي بڼه واستوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepf8e.jh8ozi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته